د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپېریال ساتنې مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني د سرای شمالي له څلورلارې څخه د نادریې لېسې تر څلورلارې پورې د بادام باغ سړک د جوړولو او پراختیا له چارو څارنه وکړه او د کار د کیفیت او چټکتیا په برخه کې یې مسئولینو ته اړینې سپارښتنې وکړې. نوموړي پر قراردادي شرکت ټینګار وکړ چې، د پروژو په چارو کې سرغړونې د کابل ښاروالۍ مشرتابه او ښاریانو ته د منلو وړ نه دي او د یاد سړک چارې باید په ښه کیفیت او ټاکلي وخت بشپړې شي. ښاغلي سجستاني د کار په سیمه کې د خوندیتوب مسایلو شتون، د اوبو شیندل او له سیمې څخه د اضافي توکو لېږد حتمي وباله. د بادم باغ سړک د جوړولو او پراختیا پروژه (۳۲۸۹) متره اوږدوالی او له (۲۰) څخه تر (۳۰) متره سور لري چې، د یوه معیاري سړک د ټولو برخو په ګډون به د روان کال په بهیر کې جوړ شي. د کابل ښاروالۍ مشرتابه تل ټینګار کوي چې، د سړک جوړونې پروژې باید د تخنیکي سندونو او ډیزاین له مخې په لوړ کیفیت ترسره شي او هېڅ چاته اجازه نه ورکوي چې، د بې کیفیته کار په ترسره کولو سره د ملي شتمنۍ د بې ځایه لګښت لامل وګرځي.
د بادام باغ سړک د جوړولو او پراختیا له چارو څارنه وشوه