د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

له پل آرتل څخه تر دهمزنګ پورې د سړک جوړولو او پراختیا پر وړاندې د شته خنډونو د پاکولو چارې پیل شوې

14729.jpg (1820 × 1024)

د دریېمې ناحیې اړوند له پل آرتل څخه تر دهمزنګ پورې د سړک جوړولو او پراختیا پر وړاندې د شته خنډونو( استملاک شوي ملیکتونه) د پاکولو چارې، د کابل ښاروالۍ له خوا او د دې سړک په اوږدو کې د میشتو اوسېدونکو په مرسته پیل شوې. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ له پلان سره سم د دويمې او درېيمې ناحيې اړوند سیمو کې له جوى شير څخه تر دهمزنګ پورې سړک ښي خواته د (١٨٦٠) مترو په اوږدوالي او له (٤٥) څخه تر (٦٠) مترو په سور سره د کابل ښاروالۍ له خوا جوړېږي، چې له جوی شیر څخه تر آرتل پله پورې سړک (۸۲۰) مترو په اوږدوالي او (۴۵) مترو سور او له آرتل پله څخه تر دهمزنګ پورې سړک د(۱۰۴۰) مترو په اوږدوالي او (۶۰) مترو په سور سره ډیزاین شوی دی. د دغه سړک په اوږدو کې (۱۲۷) ملکیتونه استملاک شوي چې، مالکانو ته به یې د استملاک قانون له مخې بدیل حقونه ورکړل شي. په ښار کې د ګڼې ګوڼې د کمښت او د اقتصادي ودې په موخه، د دغه سړک جوړونه او پراختیا د کابل ښاروالۍ له لومړیتوبونو څخه دی چې په اړه یې اقدام وشو.