الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

په دولسمه ناحیه کې د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل شو

14733.jpg (1200 × 675)

په دولسمه ناحيه کې د نيالګيو ايښودلو کمپاين د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا رئيس مولوي عبدالوکيل متوکل، د دولسمې ناحيې مرستيال مولوي محمد امين، دیني علماوو، ګذر وکيلانو او ځوانانو په ګډون پيل شو. په دغو مراسمو کې د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا رئيس د نيالګيو او زرغونو سیمو په ارزښت خبرې وکړې او ويې ويل: د نيالګيو ايښودل يو الهي امر دی او د انسان په ژوند کې ډېرې ګټې لري، د کابل ښار د ښکلا او زرغونتیا په موخه باید هر ښاري یو نیالګی کېنوي او ساتنه یې وکړي. نوموړي زیاته کړه، د دې ناحیې اړوند ځایونو کې د زرغونو سیمو او پارکونو جوړول د کابل ښاروالۍ له لومړیتوبونو څخه دي او موږ پلان لرو  هغه سیمې چې د زرغونتیا وړتیا ولري،  هغه زرغونې کړو. دغه راز ښاغلي متوکل له ښاریانو غوښتنه وکړه چې، د نیالګیو په ساتنه او پالنه کې له ښاروالۍ سره مرسته وکړي. په ورته وخت کې د دولسمې ناحيې د زرغونتیا مدير مولوي عزت الله په خپلو خبرو کې وويل: د دولسمې ناحيې د ښاري سيمو د زرغونتیا په موخه به سږ کال لس زره نيالګي کېنول شي او په دې برخه کې د زرغونتیا رياست تر څنګ، یو شمېر سوداګرو، د پوهنتونونو او خصوصي ښوونځيومدیرانو، د تنظیفي خدمتونو د شرکتونو مسئولينو، او ګذر وکیلانو هم برخه اخیستې وه.  دغه راز نوموړي وویل چې، د ښاريانو په مرسته به د اوبو رسولو په برخه کې چمتو شوي پلانونه په منظمه توګه پلي شي. د مراسمو په پای کې  د دولسمې ناحيې مشرانو او اوسېدونکو ژمنه وکړه، چې د زرغونو سیمو د پراختيا او جوړولو لپاره به په ګډه کار کوي، څو ژر تر ژره د دې ناحيې د بېلابېلو سيمو د زرغونتیا، او د ښکلا د رامنځته کېدو شاهدان واوسو