د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 72.5 افغانی
1 یورو 78.27 افغانی
1 درهم 19.57 افغانی
1 تومان 0.820 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د یولسمې ناحیې اړوند سیمو کې د نیالګیو کېنولو برنامه پیل شوه

14739.jpg (1820 × 1024)

په کابل ښار کې د زرغونو سیمو د جوړولو او پراختیا په موخه، په یولسمه ناحیه کې د سلګونو نیالګیو د کېنولو برنامه د دې ناحیې د مسئولینو او ښاریانو په ګډون پیل شوه. د يولسمې ناحيې رئیس مولوي ذبيح الله نبي خېل د خپلو خبرو په ترڅ کې د یادې ناحیې له اوسېدونکو وغوښتل، چې له فرصت څخه په ګټې اخيستنې د نيالګيو په کېنولو کې ډېره هڅه وکړي، ځکه د نيالګيو ايښودل او پالنه زموږ ټولو ملي او اخلاقي دنده ده او د انسانانو او نورو مخلوقاتو په ژوند کې مهم رول لري. نوموړي زیاته کړه، راځئ چې لاسونه سره يو کړو او د نيالګيو د کېنولو او پالنې د فرهنګ د دودولو لپاره په جدي توګه هلې ځلې وکړو، او د ښاري سيمو د ښکلا او زرغونتيا په برخه کې خپل مسئولیت ادا کړو. دغه راز د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست فني مرستيال سراج الدين پټان خبرې وکړې او ویې ويل: د پلان له مخې د يولسمې ناحيې په ښاري سيمو کې د زرغونو سیمو د جوړولو او پراختيا برنامه عملي کېږي او زياته يې کړه، چې د کابل ښاروالۍ د زرغونتیارياست د زرغونو سیمو د پراختيا او خړوبولو په برخه کې جدي کار کوي، خو د ښاريانو له مرستې پرته به د دې برنامې پلي کول ستونزمن وي. وروسته دکابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست د عامه پوهاوي آمر محمد ياسين امين د نيالګيو د ايښودلو ملي برنامې ته د ځوانانو او تنکيو ځوانانو د هڅونې او بلنې په ترڅ کې وويل: د نيالګيو او ونو خړوبول زموږ ټولو ګډ مسئوليت دى، چې په دې موسم کې یې باید هیر نکړو. په پای کې د یولسمې ناحیې د بېلابېلو سیمو مشرانو او اوسېدونکو د مرستې ژمنه وکړه او ویې ویل: د دې ناحیې اوسېدونکو د سلګونو نیالګیو په چمتو کولو او کېنولو سره د ښار په زرغونتیا کې برخه اخیستې او دا لړۍ به دوام ولري.