الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.20 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

له علاءالدین درې لارې څخه تر تخنیکم پورې د نښلوونکي سړک د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي

14745.jpg (1820 × 1024)

د اوومې ناحیې اړوند د علاءالدین له درې لارې څخه تر تخنیکم پورې د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو چارې چې، څه موده وړاندې د کابل ښاروالۍ له خوا پیل شوې دي، په چټکۍ او ښه کیفیت سره روانې دي  دغه سړک چې، (۱۷۶۷) متره اوږدوالی او (۳۰) متره سور لري، د دارالامان سړک له چهلستون سیمې سره نښلوي او د یوه معیاري سړک د ټولو برخو په ګډون به د روان کال په بهیر کې په اساسي توګه جوړ شي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست انجنیران د دې پروژې د کار د ښه کیفیت او په ټاکلي وخت یې د پلي کېدو په موخه، فني او تخنیکي څارنې ترسره کوي. له علاء الدین درې لارې څخه تر تخنیکم سیمې پورې سړک د ترانسپورتي ستونزو د هوارېدو او د سیمو د اقتصادي ودې په برخه کې ځانګړی ارزښت لري.