د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.75 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د قلعه زمان خان له شپېته متره سړک څخه د کابل-جلال آباد تر سړک پورې د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو چارې روانې دي

 14749.jpg (1820 × 1024)

د شپاړلسمې ناحیې اړوند د قلعه زمان خان له شپېته متره سړک څخه د کابل- جلال آباد تر سړک پورې د (۱۶۵۵) مترو په اوږدوالي او (۳۰) مترو په سور سره  د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو چارې د کابل ښاروالۍ له خوا روانې دي او ټاکل شوې ده د روان کال په بهیر کې بشپړې شي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ په دغه پروژه کې د یوه معیاري سړک د نورو برخو سربېره، د کابل سیند د پاسه د یوه پله جوړول هم شامل دي چې چارې یې تر اوسه (۱۵) سلنه مخته تللی دی. د یادونې وړ ده چې، د یاد سړک په جوړېدو سره به ګڼې ترانسپورتي ستونزې هوارې او د سیمو اقتصادي ودې ته به زمینه برابره شي.