الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.20 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

له دیوان بیګي څخه تر مهتاب قلعه پورې د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو چارې روانې دي

 14755.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا د (۱۷۳۳) مترو په اوږدوالي او (۳۰) مترو په سور سره له دیوان بیګي څخه تر مهتاب قلعه پورې د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو چارې روانې دي. دغه سړک چې، په پنځمه، شپږمه او دیارلسمه ناحیه کې موقعیت لري، د کمپنۍ سړک له برچي سیمې سره نښلوي او ټاکل شوې ده د روان کال په بهیر کې په اساسي توګه جوړ شي. د یادونې وړ ده چې، د سړک جوړولو په دې پروژه کې د موټرو د تګ راتګ لپاره د یوه اساسي پله، د پلو لارو، لښتیو، د بایسکل چلولو لیکو او ګلدانونو جوړول، د څراغونو نصبول او په سړک د کرښو اچول هم شامل دي. د دې سړک په جوړېدو سره به ترافیکي ستونزې هوارې او  د ورڅېرمه سیمو اقتصادي ودې ته زمینه برابره شي.