الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د هوايي ډګر له څلورلارې څخه تر ګمرک سیمې پورې د سړک جوړولو چارې روانې دي

14757.jpg (1820 × 1024)

د هوايي ډګر له څلورلارې څخه تر ګمرک سیمې پورې، د (۲۷۹۴) مترو په اوږدوالي او (۶۰) مترو په سور سره د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو چارې روانې دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ د سړک جوړولو په دغه پروژه کې د لښتیو، کانال، پلو لارو، ګلدانونو، د بایسکل چلولو لیکو  جوړول، د ترافیکي نښو او څراغونو نصبول، په سړک د کرښو اچول، او د یوه معیاري سړک نورې برخې شاملې دي چې تر اوسه یې نږدې(۵۰) سلنه چارې پرمخ تللې دي. هڅه کېږي ترڅو دغه سړک هرڅه ژر جوړ او د ترافیکو پرمخ پرانیستل شي. د یاد سړک په جوړېدو سره به له یوې خوا د صحت عامې او مکروریانو  څلورلارو او په ورڅېرمه سړکونو کې ترافیکي ګڼه ګوڼه کمښت ومومي او بله خوا به د کابل ښار اقتصادي ودې ته زمینه برابره شي.