الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د پُل سوخته د نوي سړک په اوږدو کې د یوه موټریز پله د جوړولو چارې ۸۸ سلنه مخته تللې دي

14785.jpg (1820 × 1024)

د پُل سوخته- پُل سرخ نوي سړک په اوږدو کې د کابل سیند د پاسه د یوه موټریز پله د جوړولو چارې تر اوسه ۸۸ سلنه مخته تللې دي او ټاکل شوې ده تر څه کم یوې میاشتې پورې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د ډېزاین له مخې دا پُل ۳۰ متره اوږدوالی او ۲۰ متره سور لري چې، چارې یې د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا پر مخ وړل کیږي او د ګاډر نصبولو چارې یې بشپړې شوې دي او اوس مهال یې د سیخ پیچۍ چارې روانې دي او ډېر ژر به یې کانکرېټ چارې هم ترسره شي. د دې پله په جوړېدو سره به د کابل د لوېدیځې برخې اوسېدونکو ته د تګ راتګ په برخه کې آسانتیاوې رامنځته او د ترافیکي ګڼه ګوڼې ستونزه به په بنسټیزه توګه هواره شي.