د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا رياست له خوا، د ډول ډول نيالګيو د ايښودلو ترڅنګ، د ښاري سيمو د زرغونتیا او ښکلا په موخه، د مرسل، شمشاد، فصلي او نورو زینتي ګلانو د کېنولو چارې روانې دي. د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا رئیس مولوي عبدالوکیل متوکل په دې تړاو وویل: د بېلا بېلو نیالګیو په کېنولو سربېره، اوس د سلطان محمود غزنوي سړک (لب جر)، هنګرها څلورلارې، د خیرخانې د لومړۍ برخې پارک او نورو سیمو په ګلدانونو کې د ښاري ښکلا اوزرغونتیا په موخه، د ګلانو کېنولو چارې روانې دي. ښاغلي متوکل زیاته کړه، دغه ګلان د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست اړوند قوریو څخه چمتو شوي او هیله یې څرګنده کړه، چې ښاریان به له کابل ښاروالۍ سره د نیالګیو او ګلانو په ساتنه او پالنه کې مرسته وکړي، څو د یو ښکلي او زرغون کابل شاهدان واوسو. کابل ښاروالۍ ټینګار کوي چې د نیالګیو اېښودلو موسم، د کابل ښار د زرغونو سیمو د پراختیا لپاره یو مناسب فرصت دی، موږ باید دا فرصت له لاسه ورنکړو او د هر ښاري لپاره اړینه ده چې د ګلانو او نیالګیو په کېنولو او پالنې سره د ښار په زرغونتیا او ښکلا کې ونډه واخلي
د ښار په بېلابېلو برخو کې د زینتي ګلانو د کېنولو چارې روانې دي