له جوی شیر څخه تر پُل آرتل پورې د سړک د پراختیا او جوړولو پروژې پر وړاندې د پاتې خنډونو (استملاک شویو ملکیتونو) د پاکولو او د غره لمنې د کېندلو چارې روانې دي ترڅو د یاد سړک اساسي جوړولو ته زمینه برابره شي. د دویمې او درېمې ناحیو اړوند له جوی شیر څخه تر دهمزنګ پورې سړک په ټولیزه توګه (۱۸۶۰) متره اوږدوالی لري چې، له جوی شیر څخه تر پُل آرتل پورې برخه یې (۸۲۰) متره او له پُل آرتل څخه تر دهمزنګ پورې برخه یې (۱۰۴۰) متره اوږدوالی، (۴۵ او (۶۰) متره سور لري. دغه سړک د ښار د مرکزي برخو د ګڼه ګوڼې په کمښت او د سیمو د اقتصادي ودې په برخه کې ځانګړی اهمیت لري.
له جوی شیر څخه تر پُل آرتل پورې د سړک جوړولو پر وړاندې د پاتې خنډونو د پاکولو چارې روانې دي