د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.75 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په شپاړلسمه ناحیه کې د نیالګیو کېنولو برنامه پیل شوه

14808.jpg (1820 × 1024)

د زرغونو سیمو د رامنځته کولو او پراختیا په موخه د کابل ښاروالۍ د مسئولانو او ښاریانو په ګډون د شپاړلسمې ناحیې په کچه د نیالګیو کېنولو برنامه پیل شوه. د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا رئیس مولوي عبدالوکیل متوکل د یادې ناحیې اوسېدونکي د نیالګیو کېنولو ته وهڅول او ویې ویل: د پلان له مخې به د شپاړلسمې ناحیې زرغونې سیمې پراختیا ومومي او ټینګار یې وکړ چې، ښاریان باید د زرغونو سیمو د ساتنې او خړوبولو په برخه کې د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا له ریاست سره همکار و اوسي. ورته مهال د شپاړلسمې ناحېې رئیس مولوي محمد عارف کمالي د یادې ناحیې له ښاریانو وغوښتل چې د نیالګیو د کېنولو په برخه کې هڅه وکړي ځکه د نیالګیو کېنول د ټولو ملي او اخلاقي دنده ده او د انسان په ژوند کې خورا ارزښت لري. نوموړي وړاندې وویل: راځئ ټول یو بل ته لاس ورکړو او د ښاري سیمو د ښکلا او سمسورتیا په موخه باید نیالګي کېنوو. په همدې توګه د شپاړلسمې ناحیې اوسېدونکو د نیالګیو خړوبول د ټولو ښاریانو مسئولیت وباله او ژمنه یې وکړه چې په دې کار کې به همکار و اوسي. د یادونې وړ ده چې د یادې ناحیې اوسېدونکو د نیالګیو په چمتو کولو سره د ښار په زرغونتیا کې برخه واخیسته او دا لړۍ روانه ده.