الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.20 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په لومړۍ ناحیه کې د فرعي سړک دجوړولو چارې روانې دي

14812.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ لخوا د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته د لومړۍ ناحیې د دویم ګذر اړوند د غره په لمنه کې د یوه فرعي سړک د جوړولو چارې روانې دي. د سړک جوړونې دا پروژه ۵۶۰ متره اوږدوالی او له ۵ څخه تر ۵.۷ مترو پورې سور لري چې، د لښتیو، د ۳۵۰ مترو په اوږدوالي، ۱.۵ مترو سور او ۲.۵ مترو په لوړوالي استنادي دېوال په ګډون به یې چارې په اساسي توګه ترسره شي. په دې پروژه کې یو شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده. د یاد فرعي سړک په جوړېدو سره به د سیمې د اوسېدونکو د خاورو او خټو ستونزې هوارې او یو شمېر، ترانسپورتي او ټولنیزو آسانتیاوو ته به لاس رسی ومومي.