د دیارلسمې ناحیې اړوند له امید سبز ښارګوټي څخه تر عرفاني سړک او پر دوام یې تر قلعه قاضي پورې د نښلوونکي سړک د جوړولو چارې روانې دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ له امید سبز ښارګوټي څخه تر عرفاني سړک پورې اصلي سړک ۳۸۳۴ متره اوږدوالی او ۴۵ متره سور او تر قلعه قاضي پورې نښلونکی سړک ۱۱۴۶ متره اوږدوالی او ۲۰متره سور لري، چې د یوه معیاري سړک د ټولو برخو په ګډون به یې چارې د روان کال په بهیر کې بشپړې شي.. د دغو دوو سړکونو په جوړېدو سره به د سیمو اقتصادي ودې ته زمینه برابره او ښاریانو ته به ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي. د کابل ښاروالۍ مشرتابه ټینګار کوي چې، قراردادي شرکتونه مکلف دي ترڅو د سړکونو د جوړولو چارې په ښه کیفیت او ټاکلي وخت کې ترسره کړې؛ له دې پرته به له قانوني چلند سره مخ شي. کابل ښاروالي هېڅ چاته اجازه نه ورکوي چې، د سړک جوړونې او نورو ټولګټو پروژو کې غفلت وکړي او په دې توګه د ملي شتمنۍ د بې ځایه لکښت او د فرصتونو د ضایع کېدو سبب وګرځي.
له امید سبز ښارګوټي څخه تر عرفاني سړک پورې د نوي سړک د جوړولو چارې روانې دي