الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

په ده سبز سیمه کې د یوه فرعي سړک د جوړولو چارې پیل شوې

14826.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پرژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د اتلسمې ناحیې د ۷م ګذر اړوند په ده سبز سیمه کې د یوه فرعي سړک د جوړولو چارې پیل شوې. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پرژو د تنظیم ریاست د غیر اختیاري پروژو آمر انجنیر ذبیح الله رحیمي په دې هکله وویل: دغه سړک چې (۵۹۵) متره اوږدوالی او (۶) متره سور لري، د لښتیو په ګډون به د (۳) میاشتو په موده کې په کانکرېټي ډول جوړ شي. نوموړي زیاته کړه چې، یاده پروژه له ښاري آسانتیاوو څخه د محرومو سیمو د اوسېدونکو د ستونزو د حل او د ښاري آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د (۷.۵) میلیونه افغانیو په لګښت پلې کېږي. ورته مهال د اتلسمې ناحیې اوسېدونکو د یادې پروژې له پیل کېدو څخه خوښي وښوده او ژمنه یې وکړه چې، د پروژې د پلي کېدو په برخه کې به له کابل ښاروالۍ مرسته وکړي.