الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.20 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل- لوګر سړک د لومړۍ برخې د جوړولو چارې روانې دي

14828.jpg (1820 × 1024)

د کابل- لوګر سړک د لومړۍ برخې د جوړولو په موخه، د غره د لمنې کېندنو، هوارولو او د لښتیو جوړولو چارې روانې دي.  دغه سړک چې، له نجات څلي څخه تر چرخ آب سیمې پورې (۷) کیلو متره اوږدوالی او (۶۰) متره سور لري، د لښتیو، پلو لارو، ګلدانونو او تم ځایونو جوړولو، د څراغونو نصبولو، په سړک د کرښو اچولو او د یوه معیاري سړک د نورو برخو په ګډون به تر راتلونکو څوارلس میاشتو پورې جوړ شي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست انجنیران د یادې پروژې له بېلابېلو پړاونو څخه په منظمه توګه فني او تخنیکي څارنې ترسره کوي ترڅو په لوړ کیفیت او ټاکلي وخت بشپړه شي. د کابل- لوګر سړک چې د کابل ښار یو له مهمو سړکونو شمېرل کیږي، د هېواد پنځه سویلي او سویل ختیځ ولایتونه له پلازمینې سره نښلوي او له خورا  اقتصادي ارزښت څخه برخمن دی