الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.20 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د خیرخانې کوتل سړک د دویمې برخې د جوړولو چارې روانې دي

14830.jpg (1820 × 1024)

د خیرخانې کوتل سړک د دویمې برخې د اساسي جوړولو په موخه، دهوارولو، کیندونو او د یاد سړک د پاتې بنسټیزې برخې د جوړولو چارې روانې دي او ټاکل شوې ده چې، د راتلونکو(۷) میاشتو په موده کې بشپړې شي. د خیرخانې کوتل سړک د دویمې برخې د جوړولو په پروژه کې چې، (۲۵۲۰)  متره اوږدوالی او په دوه لیکو کې (۶۰) متره سور لري،د لښتیو، پلو لارو، ګلدانونو، تم ځایونو جوړول،  په سړک دکرښو اچول،د  ترافیکي نښو نصبول او د یوه معیاري  سړک  نورې برخې شاملې دی چې، د کار له کیفیت څخه یې په بېلابېلو پړاونو کې فني او تخنیکي څارنې ترسره کیږي. د يادونې وړ ده، چې د خيرخانې کوتل سړک د هېواد د ١٤ شمالي ولايتونو  اقتصادي دهلېز او ترانزيټي لارشمېرل کېږي، او ډېر ژر به له سراى شمالي څخه تر کوتل پورې د سړک ښي اړخ ته د دغه سړک د درېيمې برخې د جوړولو چارې هم پيل شي.