د دویمې ناحیې اړوند د کابل ولایت ودانۍ له مخې څخه د ماشین خانې تر سیمې پورې د جوی شیر د نوي نښلونکي سړک د جوړولو لومړنۍ چارې د کابل ښاروالۍ د ودانیزو چارو مرستیال انجنیر عامر زمرک یاسر په حضور کې پیل شوې. ښاغلي یاسر په دې اړه وویل: د ښار په مرکزي سیمو کې د ګڼې ګوڼې د کمښت او د با ثباته ودې په موخه، دغه سړک چې، (۷۸۳) متره اوږدوالی او (۳۲) متره سور لري، د خنډونو له پاکولو وروسته به د یو کال په موده کې د (۶۱،۹۱۴،۲۰ ) افغانیو په لګښت په معیاري ډول جوړشي. د ودانیزو چارو مرستیال همدا راز زیری ورکړ چې، ټاکل شوې ده د کابل ولایت مقام له مخې د صدارت څلورلارې له خوا د جوی شیر په طرف د موټر د تګ راتګ یو هوايي پل هم جوړ شي چې، اوس مهال یې د ډیزاین چارې روانې دي. نوموړي زياته کړه، چې د جوى شير سړک په جوړېدو سره به د صدارت څلورلارې، ملک اصغر څلورلارې، قوای مرکز، ده افغانانو او ور څېرمه سړکونو ترافيکي ستونزې هوارې او د کابل ښار اقتصادي ودې ته به زمينه برابره شي. د يادونې وړ ده، چې د یاد سړک په اوږدو کې (٢٥٤) ملکیتونه استملاک شوي او کابل ښاروالۍ ژمنه ده، چې د دغو ملکيتونو مالکانو ته به د استملاک قانون له مخې بدیل حقونه ورکړي
د جوى شير سړک د جوړولو لومړنۍ چارې پيل شوې