په ښار کې د ترافیکي ګڼه ګوڼې د کمښت په موخه، د پنځلسمې ناحیې اړوند د خواجه بغرا له درې لارې څخه تر قصبې سړک (میرزا عبدالقادر بیدل سړک) پورې د نوي نښلونکي سړک د جوړولو پر وړاندې د پرتو خنډونو د پاکولو چارې د کابل ښاروالۍ د ودانیزو چارو مرستیال انجنیر عامر زمرک یاسر په حضور کې پیل شوې. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم رئیس انجنیر میرالرحمن ناصري په دې هکله وویل: دغه سړک چې (۶۷۶) متره اوږدوالی او (۳۰) متره سور لري، د ټرافیکي او ترانسپورتي زیربناوو د پراختیا په موخه ډیزاین شوی، چې د(۳۴) میلیونه، (۳۳۶) زره او (۵) افغانیو په لګښت به د (۶) میاشتو په موده کې په اساسي توګه جوړ شي. ښاغلي ناصري د دغه سړک د اهميت د څرګندولو په ترڅ کې د ياد سړک په اوږدو کې له میشتو ښاريانو وغوښتل، چې د يادې پروژې په پلي کولو کې له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي. دغه راز د پنځلسمې ناحيې رئیس انجنير عبيدالله شېرزاد په خپلو خبرو کې وويل چې، د دغه سړک په جوړېدو سره به نه يوازې د پنځلسمې ناحيې ښاريانو ته، بلکې ټولو هغو هېوادوالو ته، چې د خيرخانې سيمې ته تګ راتګ کوي، آسانتياوې رامنځته شي. د یادولو وړ ده چې، د یاد سړک په اوږدو کې (۵۷) ملکیتونه استملاک شوي، چې مالکانو ته به یې د استملاک قانون له مخې بدیل حقوق ورکړل شي.
د خواجه بغرا له درې لارې څخه تر قصبې پورې د سړک جوړولو پر وړاندې د پرتو خنډونو د پاکولو چارې پیل شوې