الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د کارته نو سړک د فرعي لیکو د جوړولو چارې ۷۰ سلنه مخته تللې دي

 14847.jpg (1820 × 1024)

د کارته نو له درېیم سړک څخه د کارته نو تر تپې پورې د ۱۱۰۰ او ۱۵۰۰ مترو په اوږدوالي او د ۱۱.۶ مترو په سور سره د فرعي لیکو د جوړولو چارې چې، د تېر کال په نیمايي کې پیل شوې وې تر اوسه ۷۰ سلنه مخته تللې دي. د فرعي سړکونو د جوړولو په دې پروژه کې د استنادي دېوالونو، ۵۴ پلکچونو، لښتيو،طبقه يي ګلدانونو او د تېږو فرش په بڼه د پلو لارو جوړول هم شامل دي چې، چارې به یې تر راتلونکو دوه میاشتو پورې بشپړې شي. د یادونې وړ ده چې، د دې سړک  یوه لیکه مخکې قیر او د ترافیکو پرمخ پرانیستل شوې ده او اوس مهال یې د دویمې لیکې د بنسټیزې برخې په جوړولو کار روان دی ترڅو هغه هم قیر کولو ته چمتو شي