د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د یو ویشتمې ناحیې اړوند د پنځم ګذر په ساپي کوټ سیمه کې د یوه فرعي سړک د جوړولو چارې پیل شوې. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د غیر اختیاري پروژو د څارنې آمر انجنیر ذبیح الله رحیمي په دې اړه وویل: یاد سړک چې (۶۵۰) متره اوږدوالی او (۶) متره سور لري، د لښتیو په ګډون به د (۳) میاشتو په موده کې په اساسي توګه جوړ شي. نوموړي زیاته کړه، دغه پروژه له ښاري آسانتیاوو څخه د محرومو اوسېدونکو د ستونزو د حل او کاري بوختیاوو رامنځته کولو په موخه، د (۸.۵) میلیونه افغانیو په لګښت پلې کېږي. ورته مهال د یو ویشتمې ناحیې اوسېدونکو د دې پروژې له پیل کېدو څخه خوښي وښوده او ژمنه یې وکړه چې، د پلي کېدو په برخه کې به یې له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي
په یو ویشتمه ناحیه کې د یوه فرعي سړک د جوړولو چارې پیل شوې