د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.75 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ګلباغ سړک د دویمې برخې د جوړولو او پراختیا لومړنۍ چارې پیل شوې

14869.jpg (1820 × 1024)

د شپږمې او اوومې ناحیو اړوند له فیصل ښارګوټي څخه د ګلباغ تر پله پورې د سړک جوړولو او پراختیا لومړنۍ چارې د کابل ښاروالۍ د ودانیزو چارو د مرستیال انجنیر عامر زمرک یاسر په شتون کې پیل شوې. د ودانیزو چارو مرستیال په خپلو خبرو کې وویل: یاد سړک د کابل ښار له اقتصادي دهلیزونو  څخه شمېرل کېږي چې، کابل د هېواد له جنوب ختیځ ولایتونو سره نښلوي او د ترافیکي زیربناوو د پراختیا په برخه کې ځانګړی اهمیت لري. نوموړي زیاته کړه، دغه سړک څلور برخې لري، چې د لومړۍ برخې د جوړولو چارې یې مخکې پیل شوې دي او نن یې د دویمې برخې د جوړولو چارې پیل شوې. دغه راز ښاغلي یاسر دا هم په ډاګه کړه چې، د دې دوه نورې برخې په تدارکاتي پړاونو کې دي چې، په نږدې راتلونکې کې به یې ښاریان د عملي چارو د پیل شاهدان وي. د ګلباغ سړک دویمه برخه به د استملاکي خنډونو تر پاکولو وروسته، د (۲۳۹۶) مترو په اوږدوالي او (۳۳) مترو په سور سره د یوه معیاري سړک د ټولو برخو په ګډون د کابل ښاروالۍ له بودجې څخه د (۱۳۹) میلیونه (۸۲۴) زره او (۶۵۱) افغانیو په لګښت د (۲۰) میاشتو په موده کې جوړه شي. د یادونې وړ ده چې، د ګلباغ سړک د دارالامان له ماڼۍ څخه پیل او د کابل- لوګر تر سړک دوام پیدا کوي او په کابل ښار کې یو له مهمو سړکونو څخه شمېرل کیږي.  د یاد سړک په جوړېدو سره به ترافیکي ستونزې هوارې او د سیمو اقتصادي ودې ته به زمینه برابره شي.  پاتې دې نه وي چې، ددغه یاد سړک په اوږدو کې (۱۶۴) ملکیتونه تر استملاک لاندې دي چې، کابل ښاروالۍ به یې مالکانو ته بدیل حقونه ورکړي