د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.75 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د مکروریانو له څلورلارې څخه تر تنګي غارو پورې سړک د لومړۍ برخې چارې ۳۰ سلنه مخته تللې دي

14876.jpg (1820 × 1024)

د مکروریانو له څلورلارې څخه تر تنګي غارو پورې ( د کابل- جلال آباد سړک د لومړۍ برخې) د جوړولو چارې چې، تېر کال پیل شوې دې تر دې دمه ۳۰ سلنه مخته تللې دي او ټاکل شوې ده د روان کال تر پایه بشپړې شي. دا سړک ۹۳۹۷ متره اوږدوالی او ۶۰ متره سور لري چې، اوس مهال یې د لښتیو جوړولو، خاروې لېږدولو، کیندنو او هوارولو چارې روانې دي او له بېلابېلو پړاونو څخه یې د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست له لوري تخنیکي او فني څارنې ترسره کېږي. له مکروریانو څلورلارې څخه تر تنګي غارو پورې سړک په دوه لیکو کې د لښتیو، پلو لارو، ګلدانونو، تم ځایونو، د ترافیکي نښو او څراغونو په ګډون جوړېږي چې، په جوړېدو سره به یې د ختیځ زون اقتصادي ودې ته زمینه برابره او د کابل- جلال آباد سړک د ګڼه ګوڼې ستونزه به په بنسټيزه توګه هواره شي