د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.75 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د شور بازار سړک د جوړولو چارې روانې دي

14878.jpg (1820 × 1024)

په کابل ښار کې د ترافیکي او ترانسپورتي زیربناو د پراختیا په موخه، په لومړۍ ناحیه کې د شوربازار سړک د جوړولو چارې روانې دي او ټاکل شوې ده تر راتلونکو (۳) میاشتو پورې بشپړې شي. دغه سړک چې له سپاهي ګمنام چوک څخه د باغ قاضي تر سړک پورې (۲۹۳) متره اوږدوالی او (۲۵) متره سور لري، د لښتیو، پلو لارو، ګلدانونو، څراغونو نصبولو او په سړک د کرښو اچولو په ګډون به په اساسي توګه جوړ، او ورسره جوخت به له یوې خوا په یاده سیمه کې ترافیکي ستونزې هوارې او بله خوا به ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي. د یادونې وړ ده چې، د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست انجنیران د یادې پروژې له بېلابېلو پړاونو څخه تخنیکي او فني څارنې ترسره کوي