د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا د یولسمې او اوولسمې ناحیو اړوند د سرای شمالي له څلورلارې څخه د نفتو او ګاز ادارې تر مخې پورې د (۲۶۰) میلیونه افغانیو په لګښت د خیرخانې کوتل سړک د درېیمې برخې د جوړولو لومړنۍ چارې پیل شوې. د کار، ساتنې او مراقبت ریاست فني مرستیال انجنیر محمد داود ځواب په دې هکله وویل: دغه سړک چې د کابل ښاروالۍ د ښاري زیربناوو ریاست له خوا ډیزاین شوی دی، د (۳۶۴۷) مترو په اوږدوالي او (۲۷) مترو په سور سره به د یوه کال په موده کې په اساسي توګه جوړ شي. د ښاغلي ځواب په وینا؛ یاد سړک له کابل سره د هېواد د شمال ولایتونو د ترانسپورتي ستونزو د هوارولو او د ورڅېرمه سیمو د اقتصادي ودې په برخه کې ځانګړی اهمیت لري. نوموړي زیاته کړه، د دغه سړک په اوږدو کې (۱۱۷) ملکیتونه تر استملاک لاندې دي چې، د سړک د اساسي برخو د جوړولو په موخه به پاک او مالکانو ته به یې د استملاک قانون له مخې بدیل حقونه ورکړل شي. د خیرخانې کوتل سړک د اقتصادي دهلیزونو یوه برخه ګڼل کېږي چې، کابل د هېواد له شمال ولایتونو سره نښلوي. د یادونې وړ ده چې، د دې سړک د لومړۍ برخې د جوړولو چارې تېر کال بشپړې شوې دي او اوس مهال یې د دویمې برخې د جوړولو چارې روانې دي چې، تر دې دمه (۵۰) سلنه پرمخ تللې دي
د خیرخانې کوتل سړک د درېیمې برخې دجوړولو لومړنۍ چارې پیل شوې