د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست، د ښاري ښکلا د رامنځته کولو او د زرغونو سیمو د پراختیا په موخه، د پل محمود خان، د ملي بس څلورلارې او لومړي مکروريان د سړک په ګلدانونو کې سلګونه ډول ډول نيالګي کېنول. د زرغونتیا رييس مولوي عبدالوکيل متوکل په دې تړاو وويل: په تېرو وختونو کې د یادو سړکونو په اوږدو کې هغه ونې چې، د ترافيکي پېښو او يا د نباتي ناروغيو له امله له منځه تللې، اوس یې پر ځاى نور نیالګي په معیاري توګه کېنول شول چې، دزرغونتیا رياست له خوا به یې په دوامداره توګه ساتنه او پالنه کېږي. نوموړي د سيمې له اوسېدونکو غوښتنه کړه، چې، د ښار په کچه د نيالګيو او ونو په ساتنه او پالنه کې د کابل ښاروالۍ له زرغون اغوستونکو سره مرسته وکړي. د یادونې وړ ده چې، د ښار د لا ښکلا او زرغونتیا په موخه به د ښار په نورو برخو کې هم نیالګی او ګلان کېنول شي
د پل محمود خان او لومړي مکروریان د سړک په ګلدانونو کې ډول ډول نیالګي کېنول شول