الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د شش درک په سیمه کې د فرعي سړکونو د جوړولو پروژه پیل شوه

14893.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له خوا د څه باندې (۵۲) میلیونه افغانیو په لګښت د نهمې ناحیې اړوند د شش درک  په سیمه کې د فرعي سړکونو د جوړولو پروژه پیل شوه. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو دتنظیم رئیس انجنیر میر الرحمن ناصري په دې هکله وویل: په دې سیمه کې په ټولیزه توګه د  (۱۵۰۷) مترو په اوږدوالي او له (۱۳) څخه تر (۲۸) مترو په سور سره (۶) فرعي سړکونو جوړېږي.  ښاغلي ناصري زیاته کړه چې، په دې پروژه کې د پلولارو او ګلدانونو جوړول او د څراغونو نصبول هم شامل دي چې، د (۱۰) میاشتو په موده کې به په معیاري ډول جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. دغه راز د نهمې ناحیې ر ئیس مولوي شبیر احمد صابر او د سیمې اوسېدونکو د دې پروژې له پیل څخه خوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې، د دې پروژې په پلي کېدو کې به ورسره مرسته وکړي