د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.9 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.85 افغانی
1 یورو 78.70 افغانی
1 درهم 18.98 افغانی
1 تومان 0.870 افغانی
1 کلدار 248 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

ټکنالوژي او د زده کوونکو په زده کړه یې اغېزې

محمد فهیم دانش

14899.jpg (1200 × 528)

دا چې ټکنالوژي په اوسني عصر کې د انسانانو د ژوند یوه نه جلا کېدونکې برخه ګرځېدلې او د انسانانو د ژوند هر اړخ یې تر خپلې اغېزې لاندې راوستی، او تر ټولو مهم اړخ یې د انسانانو خپل منځي اړیکې دي، چې د ځیرکو موبایلونو، انټرنټ، او ټولنیزو رسنیو (لکه واتساپ، مسینجر او...) په پرمختګ سره، خلک کولای شي د نړۍ په ګوډ ګوډ کې له خپلوانو او دوستانو سره بې له کوم خنډ او ځنډ اړیکه ټینګه کړي.

د ټکنالوژي په پرمختګ سره د اړیکو په باثباته پاتې کیدو، ورځنیو چارو کې آسانتیاوو رامنځته کولو او په نورو برخو کې ستر بدلون لیدل کیږي، چې دغه بدلون د انسانانو لپاره د هوسا ژوند په برابرولو کې مهم رول لوبوي.

که چېرې تېر وخت ته نظر واچوو یا د خپلو مشرانو څخه د هغوی د ژوند په اړه وپوښتو، نو دې پایلې ته به ورسېږو چې، اوسنې ژوند د ټکنالوژي په شتون سره زیات آسان بریښي. د ټکنالوژي په برخه کې د ځيرکو موبایلونو او نورو ټولنیزو رسنیو په نشتون کې خلکو نه شو کولای چې د لرې پرتو سیمو اوسېدونکو سره د غم، ښادۍ او یا د ورځنیو چارو د تنظیم په موخه اړیکه ټینګه کړي، که به غم، ښادي او ورته نور مسایل رامنځته کېدل نو د پوست خونې له لارې به لرې پرتو سیمو ته لیکونه لیږل کېدل یا به خلک په خپله ګرځېدل تر څو خپلوان او دوستان خبر کړي، چې د دغې چارې ترسره کېدلو لپاره زیات وخت ته اړتیا وه.

دا چې ټکنالوژي په بېلابېلو برخو لکه تعلیم، روغتیا، اړیکې، سوداګري، ترانسپورت، تفریح، د کور مدیریت، چاپېریال، کرنه، او مالي چارو کې زیاته کارول کيږي، خو په دغه لیکنه کې یوازې د تعلیم برخه په پام کې نیول شوې ده.

ټکنالوژي د ښوونې او روزنې په برخو کې هم زیاتې آسانتیاوې رامنځته کړي چې په وسیله یې د ښوونې او روزنې ترلاسه کول ډیر آسان شوي دي. دا څرګنده خبره ده چې، ټکنالوژي د تعلیم په برخه کې د زده کوونکو او ښوونکو پر فعالیتونو ګټوره تمامه شوې. د زده کوونکو لپاره په آنلاین بڼه او یا هم د ځانګړو پروګرامونو له لارې زیاتې آسانتیاوې رامنځته شوې، چې پرمټ یې د دغو آسانتیاوو ترڅنګ، د زده کړې ګټورتوب لا زیاته وده کړی چې زده کوونکي کولای شي هر وخت او هرځای لکه موټر، پارک، بازار او ورته نورو ځایونو کې خپله مطالعه جاري وساتي. 

زیات شمېر زده کوونکي انټرنټ، ټولینزو رسنیو او نورو آنلاین تعلیمي پروګرامونو ته لاسرسی نه لري چې له همدې امله یې د زده کړو کچه او کیفیت یوه اندازه د هغو زده کوونکو د زده کړې د کچې په پرتله چې، انټرنټ، ټولنیزو رسنیو او ورته نورو انلاین تعلیمي پروګرامونو ته لاسرسې لري، ټیټ وي.

له بله پلوه هغه زده کوونکي چې انټرنټ ته په پوره مانا لاسرسی لري، او د خپل انټرنټ څخه په سمه توګه ګټه پورته کوي، نو وبه کولای شي چې د خپلو زده کړو کچې ته مثبت بدلون ورکړي.

خو له ټکنالوژي څخه ناوړه ګټه اخیستنه کولای شي د زده کوونکو فکر ګډوډ کړي، چې دغه چاره د زده کوونکو فکر له مطالعې څخه بل لوري اړوي او نورو فعالیتونو باندې چې، په زده کړه یې منفي اغېز لري بوختوي. په ټوله کې، که ټکنالوژي په سمه توګه وکارول شي، نو د زده ‌کړې د کیفیت په لوړولو کې به ډېره مرسته وکړي.