الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د هوایي ډګر له څلورلارې څخه تر ګمرک سیمې پورې سړک د اساسي برخو د جوړولو چارې په عادي ډول روانې دي

14904.jpg (1820 × 1024)

د هوايي ډګر له څلورلارې څخه تر ګمرک سیمې پورې د نوي نښلوونکي سړک د اساسي برخو د جوړولو چارې روانې دي تر څو قیر کولو ته چمتو شي. د سړک جوړولو په دغه پروژه کې چې، (۲۷۹۴) متره اوږدوالی او (۶۰) متره سور لري، د لښتیو، کانال، پلو لارو، پلچکونو، ګلدانونو، د بایسکل چلولو لیکو  جوړول، د ترافیکي نښو او څراغونو نصبول، په سړک د کرښو اچول، او د یوه معیاري سړک نورې برخې شاملې دي چې، د روان کال په بهیر کې به جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د دې سړک په جوړېدو سره به له یوې خوا د صحت عامې او مکروریانو  څلورلارو او په ورڅېرمه سړکونو کې ترافیکي ګڼه ګوڼه کمښت ومومي او بله خوا به د کابل ښار اقتصادي ودې ته زمینه برابره شي.