د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.75 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

حمزه خیریه بنسټ د ښار د زرغونتیا په موخه د ۱۱۰۰ میوه لرونکو نیالګیو مرسته وکړه

14910.jpg (1820 × 1024)

د حمزه خیریه بنسټ د تنګي غارو اړوند زرغون کمربند او د قصبې سیمې دزرغونتیا په موخه، د شفتالو، ګیلاس، زردآلو، انار، پستې او انګورو (۱۱۰۰) نیالګیو په چمتو کولو او کېنولو سره د ښار په زرغونتیا کې برخه واخیسته. د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا رياست فني مرستيال سراج الدين پټان د ياد بنسټ د هېواد پالنې له احساس څخه د ستاينې په ترڅ کې وويل: د تنګي غارو او قصبې سيمو د زرغون کمربند د پراختيا په موخه د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا رياست ګڼ شمېر پلانونه ترلاس لاندې لري، چې د پلي کېدو په برخه کې یې د خصوصي سکټور او ښاريانو مرستې ته اړتیا ده. نوموړي زیاته کړه، د کابل ښاروالۍ د زرغونتیاریاست ژمن دی، چې په نږدې راتلونکي کې د هوسا ښاري ژوند، ذهني آرامتیا، پاکې هوا او د مناسب اقلیم د بدلون په موخه، د کابل ښار دننه، د غرونو په لمنو او د ښار شاوخوا سیمو کې زرغونو سیمو ته پراختیا ورکړي.