د کابل ښاروالۍ د ځمکو د تنظیم او بیا پراختیا ریاست له خوا په پلاني د غیر پلاني سیمو بدلولو په موخه د نهمې ناحیې د ۱۲م او ۱۳م ګذر اړوند په قلعه وکیل سیمه کې د ځمکو د بیا پراختیا پروژې د پلي کولو په اړه پوهاوی ورکړل شو. ټاکل شوې په دې سیمه کې په ۱۱۶ جریبه ځمکه کې چې، شاوخوا ۵۳۰ جایدادونه په بر کې نیسي د ځمکو د بیا پراختیا یوه پروژه پلې شي. له پرمختللو ښاري معیارونو سره برابر د بیا کور موندلو او په پلاني د غیر پلاني سیمو د بدلولو په موخه د یادې سیمې اوسېدونکو ته وضاحت ورکړل شو چې، کابل ښاروالۍ ژمنتیا لري څو د ځمکو د استملاک پر ځای له پرمختللې کړنلارې (د ځمکو تنظیم او بیا پراختیا) څخه د ښار د معیاري ودې او پراختیا په برخه کې ګته پورته کړي. د سیمې اوسېدونکو ته ډاډ ورکړل شو چې، د دوی حقونه خوندي دي او د دې پروژې په پلي کېدو سره به ښاري زیربناو او ګڼ شمېر ښاري تأسیساتو ته لاس رسی ومومي. د ځمکو تنظیم او بیا پراختیا هغه دوه کړنلارې دي چې، کېدای شي د ځمکو د استملاک پر ځای ترې د ښاري پلانونو په جوړولو او ښاري پراختیا کې ګټه پورته کړل شي. د کابل ښاروالۍ د ځمکو د تنظیم او بیا پراختیا ریاست پلان لري څو د کابل ښار د ماسټر پلان په چوکاټ کې په پلاني د غیر پلاني سیمو د بدلولو په برخه کې له یادې کړنلارې ګټه پورته کړي او د تخنیکي پلانونو تر جوړولو وروسته به ورته نورې پروژې هم په بېلابېلو سیمو کې پلې شي. ورته مهال د نهمې ناحیې د ۱۲م او ۱۳م ګذر اوسېدونکو ژمنه وکړه چې، د یاد پلان په پلي کولو کې به له کابل ښاروالۍ سره هر اړخیزه مرسته وکړي. د دې پروژې املاکي پلان او سروې به د نهمې ناحیې د مسئولانو په همغږۍ ډېر ژر بشپړ شي او د طرحې تر جوړولو او منظورۍ وروسته به یې عملي چارې پیل شي.
د نهمې ناحیې په ۱۲م او ۱۳م ګذر کې د ښاري بیا پراختیا پروژه پلې کېږي