الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

په دیارلسمه ناحیه کې د یو فرعي سړک د جوړولو چارې پیل شوې

14918.jpg (1820 × 1024)

کابل ښاریانو ته دښاري او سیمه ییزو آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د د یارلسمې ناحیې د۳۳م ګذر اړوند د توحید آباد او سید الشهدا په سیمو کې د یو فرعي سړک د جوړولو چارې پیل شوې. د ديارلسمې ناحيې رئیس مولوي عبدالصمد عابد په دې تړاو وويل: تر دې وړاندې د یاد سړک د خرابوالي له امله د سيمې اوسېدونکي له ګڼو ستونزو سره مخ وو، چې اوس یې د جوړولو په اړه اقدام وشو. ښاغلي عابد زیاته کړه، له ښاري آسانتیاوو څخه د محرومو سیمو د اوسېدونکو د ستونزو د حل په موخه به ورته نورې پروژې هم طرحه او پلي ښي. همدا شان د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم رياست د غير اختياري پروژو آمر انجنير ذبيح الله رحيمي په خپلو خبرو کې وويل: دغه سړک چې (٤٧٠) متره اوږدوالی او (۶) متره سور لري، د (٢٢٠) مترو په اوږدوالي پلولارو او لښتیو په ګډون به د (۷،۳) ميليونه  افغانيو په لګښت د(۳) میاشتو په موده کې په معياري او اساسي ډول جوړ شي. ورته مهال د سیمې اوسېدونکو د دغې پروژې له پلي کېدو څخه خوښي څرګنده کړه او ژمنه یې وکړه چې، د پلي کېدو په برخه کې به یې له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي. پاتې دې نه وي چې، د دې پروژې په پلي کېدو سره يو شمېر ښاريانو ته د کار زمينه هم برابره شوې ده.