الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.20 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په څوارلسمه ناحیه کې د یوه فرعي سړک د جوړولو چارې پیل شوې

14928.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د څوارلسمې ناحیې اړوند د لومړي ګذر د پراچي په  سیمه کې د یوه فرعي سړک د جوړولو چارې پیل شوې. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ دغه سړک چې (۷۳۰) متره اوږدوالی او (۷) متره سور لري، د لښتیو او (۳) پلچکونو په ګډون به د دوه نیمو میاشتو په موده کې په معیاري توګه جوړ او ورسره جوخت به د سیمې د اوسېدونکو پر وړاندې شته ستونزې هوارې او ټولنیزو آسانتیاوو ته به لاس رسی ومومي. د یادونې وړ ده چې، په دې پروژه کې یو شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده