الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

له ستانکزي څلورلارې څخه تر بګرامیو پورې د سړک جوړولو چارې روانې دي

14949.jpg (1820 × 1024)

د اتمې ناحیې اړوند له ستانکزي څلورلارې څخه بګرامیو پورې د ۲۵۶۱ مترو په اوږدوالي او د ۴۰ مترو په سور سره د سړک جوړولو چارې روانې دي. د سړک جوړولو په دې پروژه کې د پلو لارو، ګلدانونو، پلچکونو او د بایسکل چلولو لیکو جوړول، د څراغونو نصبول او په سړک د کرښو اچول شامل دي چې، چارې به یې د روان کال په بهیر کې په معیاري او اساسي توګه بشپړې شي. د یادې پروژې د کار له د کیفیت د تضمین په موخه په بېلابېلو پړاونو کې د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست انجنیران تخنیکي او فني څارنې ترسره کوي. دا سړک د کابل ښار د سویل زون د ترانسپورتي ستونزو په هوارولو او اقتصادي وده کې ځانګړی ارزښت لري