الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

له دارالامان څخه تر ده دانا پوري د نښلیدونکې سړک جوړولو چاري دوام لری

10 میزان 1397

له دارلامان څخه تر ده دانا پوري د نښلیدونکې سړک جوړولو چاري چې څه موده وړاندې د کابل ښاروالۍ له لوري پيل شوی وي، د سړک جوړولو په لومړنیو چارو کار دوام لري.په پام کې ده چې یاد سړک د ۱۵۰۰متره اوږدوالي په درلودلو سره د قیرکولو ترڅنګ د پلو لارو پوښل په زینتي تیګو، سړک غاړی لښتیو، د پلو لارو په اوږدو کې د کټارو ایښودل، په سړک کې د دهلیزونو کرښې اچول، د ترافیکې لارښونو نښو ایښودل، د وسایو او بایسکل ځغلولو کرښې اچول، د شنو سیمو وده او پراختیا، د نیالګیو ایښودل او څلورو موسمونو چمنونه، سړک سره نږدی تم ځایونه او د ناستي لپاره د څوکیو ایښودل او د یو معیاری و ټولي ځانګړتیاو په درلودلو سره ورغول شي.