د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.75 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د څوارلسمې ناحیې په اووم ګذر کې د څلورو فرعي سړکونو د جوړولو چارې پیل شوې

14951.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د څوارلسمې ناحیې د اووم ګذر اړوند د قلعه وزیر سیمې په دانش مېنه کې د څلورو فرعي سړکونو د جوړولو چارې پیل شوې. دغه سړکونه چې په ټولیزه توګه (۱۰۳۰) متره اوږدوالی او له (۴.۷) څخه تر (۵.۹) مترو پورې سور لري، د لښتیو په ګډون به د دوه نیمو میاشتو په موده کې په اساسي توګه جوړ شي. د یادو پروژو د کار د کیفیت د تضمین په موخه، د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست انجنیران فني او تخنیکي څارنې ترسره کوي. د یادونې وړ ده چې، په دې پروژو کې یو شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده