د کابل ښاروالۍ له لوري د تورخم په سیمه کې د (عمري) میشت غالي د یو شمېر مهمو سړکونو د جوړولو چارې د دې ادارې د ودانیزو چارو د مرستیال انجینر عامر زمرک یاسر لخوا، پداسې حال کې چې د امارتي ادارو او نورو بنسټونو یو شمیر مسئولینو هم شتون درلود، پیل شوې. د کابل ښاروالۍ د ودانیزو چارو مرستیال په دې تړاو وویل: دغه سړکونه چې په ټولیزه توګه (۲۷۲٠) متره اوږدوالی لري، د کابل ښاروالۍ لخوا به د (۱۲.۵) میلیونه افغانیو په لګښت د پاکستان څخه ایستل شویو افغانانو سره د مرستې په موخه، د یوې میاشتې په اوږدو کې جوړ شي. د سړک جوړلو په دې پروژه کې، د(۳۰) مترو په سور سره د یوه عمومي سړک سربېره، د (۵) فرعي سړکونو، پلولارو، لښتیو او یوه لوی پلچک جوړول هم شامل دي. ښاغلي یاسر ډاډ ورکړ چې، خپلو بېرته راستانه شويو هیوادوالو سره مرسته کول زموږ دیني او ملي دنده ده، کابل ښاروالۍ او کابل ښاریان چمتو دي، چې له دغو کډوالو سره مرسته وکړي. همدا راز د عمري میشت غالي مسئولینو د دې پروژې له پیل څخه خوښي وښوده او هیله یې څرګنده کړه چې، نورې ادارې او بنسټونه دې هم د آسانتیاوو په برابرولو کې لازمې مرستې وکړي. د یادونې وړ ده چې د دې میشت غالي احاطه پخوا د کابل ښاروالۍ لخوا د (۵۰۳۲) مترو په اوږدوالي او (۳،۲) مترو په لوړوالي سره د (۲۵۰۳) وسپنیزو پایو او جال په نصبولو سره جوړه شوې،چې د ننوتلو او وتلو دروازې هم پکې شاملې دي
د تورخم په سیمه کې د عمري میشت غالي د یو شمېر مهمو سړکونو د جوړولو چارې پیل شوې