الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.20 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د خیرخانې کوتل سړک دویمې برخې د جوړولو چارې روانې دي

14971.jpg (1820 × 1024)

د خیرخانې کوتل سړک د دویمې برخې د پاتې اساسي برخو د جوړولو چارې روانې دي، تر څو قیر کولو ته چمتو شي. د سړک جوړولو په دې پروژه کې چې، (۲۵۲۰)  متره اوږدوالی او په دوه لیکو کې (۶۰) متره سور لري،د لښتیو، پلو لارو، ګلدانونو، تم ځایونو جوړول،  په سړک دکرښو اچول،د  ترافیکي نښو نصبول او د یوه معیاري  سړک  نورې برخې شاملې دی چې، د کار له کیفیت څخه یې په بېلابېلو پړاونو کې فني او تخنیکي څارنې ترسره کیږي. د يادونې وړ ده، چې د خيرخانې کوتل سړک د هېواد د ١٤ شمالي ولايتونو  اقتصادي دهلېز او ترانزيټي لارشمېرل کېږي، او اوس مهال یې له سراى شمالي څخه تر کوتل پورې د سړک ښي اړخ ته د درېيمې برخې د جوړولو چارې هم روانې دي.