الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د پل خشتي په سیمه کې د ځمکې لاندې مارکیټ د پاسه سړک د جوړولو چارې روانې دي

14976.jpg (1820 × 1024)

د لومړۍ ناحیې اړوند د پل خشتي او سپاهي ګمنام چوک په سیمه کې د ځمکې لاندې مارکیټ د پاسه، د (۲۰۰) مترو په اوږدوالي او (۳۰) متره سور سره، د سړک جوړولو چارې روانې دي، او ټاکل شوې ده چې ډېر ژر به قیر او د ترافیکو پر مخ پرانیستل شي. دغه سړک په یاده سیمه کې د ځمکې لاندې مارکېټ د جوړولو له امله ویجاړ شوی ؤ، چې اوس مهال د نوي ډیزاین له مخې په معیاري  ډول د جوړېدو په حال کې دی.  یاد ماکیټ په (۷۲۸۰) مترمربع مساحت سره د کابل ښار د اقتصادي ودې لپاره په یوه پوړ کې ډیزاین شوی چې، (۳۴۰) هټۍ، د ننوتلو او وتلو دروازې، تشنابونه، ښاري او لمریزې بریښنا، امنیتي او اور وژنې سیسټمونه هم پکې شامل دي