الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

له کارته مامورین درې لارې څخه تر قمبر څلورلارې پورې د سړک د بیارغونې چارې پیل شوې

 14981.jpg (1820 × 1024)

د ښاري تاسیساتو د ساتنې په موخه د کابل ښاروالۍ د کار ساتنې او مراقبت ریاست له لوري له کارته مامورین درې لارې څخه د قمبر تر څلورلارې پورې د سړک د زیانمنو برخو د بیارغونې چارې پیل شوې. د یاد سړک یو شمېر برخې د وخت په تېرېدو زیانمنې او ویجاړې شوې وې چې، تر تخنیکي او فني مطالعاتو وروسته د پرمختللې ماشینرۍ په وسیله په معیاري توګه بیارغول کېږي. د دې سړک د بیارغونې په چارو کې قیر او کرک سیلینګ شامل دي ترڅو د سړک له ډېر ویجاړېدو څخه مخنیوی وشي. د یادونې وړ ده چې، کابل ښاروالۍ به د ښار په کچه د نورو هغو سړکونو په اړه هم چې، بیارغونې ته اړتیا لري اقدام وکړي