د دوه ویشتمې ناحیې اړوند د بګرامیو پروژې لوېدیځ خوا ته د ۲۵۸۶ مترو په اوږدوالي او د ۳۱، ۲۶ او ۶.۵ مترو په سور سره د کمري سړک د جوړولو چارې روانې دي او ټاکل شوې ده د روان کال په بهیر کې په اساسي توګه بشپړې شي. دا سړک د بګرامیو د نساجۍ له سړک څخه پیل او د کمري کلي په لور غځېږي چې، ترانسپورتي ستونزو د هوارولو او د دوه ویشتمې ناحیې د بېلابېلو سیمو په اقتصادي وده کې ځانګړی ارزښت لري. د اوبو لېږدولو یو کانال، د پلو لارو، لښتیو او ګلدانونو جوړول، د څراغونو نصبول او په سړک د کرښو اچول د دې پروژې برخه دي چې، له بېلابېلو پړاونو څخه یې د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د انجنیرانو له لوري تخنیکي او فني څارنې ترسره کېږي
د بګرامیو پروژې لوېدیځ خواته د کمري سړک د جوړولو چارې روانې دي