د قرغې له بند څخه د پغمان تر طاق ظفر پورې د (۹۱۵۳) مترو په اوږدوالي او (۷) مترو په سور د سړک د جوړولو او پراختیا چارې د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او څارنې ریاست له خوا روانې دي. د دغه سړک د جوړولو چارې به د روان کال په بهیر کې په معیاري توګه بشپړې او ورسره جوخت به د څوارلسمې ناحیې د اوسیدونکو او د پغمان تفریحي سیمې ته د تلونکو هیوادوالو لپاره ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي.
د پغمان د پخواني سړک د جوړدولو چارې روانې دي