الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د مکروریانو له څلورلارې څخه تر تنګي غارو پورې سړک د لومړۍ برخې د جوړلو چارې روانې دي

15009.jpg (1820 × 1024)

 د کابل- جلال آباد سړک په اوږدو کې د مکروریانو له څلورلارې څخه تر تنګي غارو پورې د ( کابل-جلال آباد سړک د لومړۍ برخې) د جوړولو چارې روانې دي تر څو قیر کولو ته چمتو شي. د سړک جوړولو په دې پروژه کې چې،  (۹۳۹۸) متره اوږدوالی او (۶۰) متره سور لري، د پلو لارو، لښتیو، ګلدانونو، د بایسکل چلولو کرښو، تم ځایونو جوړول، د څراغونو نصبول او د یوه معیاري سړک نورې برخې هم شاملې دي.  د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست انجنیران د یادې پروژې د چارو د کیفیت د تضمین په موخه، له بېلابېلو پړاونو څخه فني او تخنیکي څارنې ترسره کوي. د دې سړک په جوړېدو سره به د کابل ښار د ختیځ زون اقتصادي ودې ته زمینه برابره او په ترافیکي او ترانسپورتي برخو کې به د پام وړ آسانتیاوې رامنځته شي