د چارو د چټکتیا په موخه، د سرای شمالي له څلورلارې څخه د نادریې لېسې تر څلورلارې پورې د بادام باغ د سړک جوړونې پروژې چارې په دوه کاري وختونو ( شپه او ورځ) کې ترسره کېږي. دغه سړک چې، (۳۲۸۹) متره اوږدوالی، (۲۰) او (۳۰) متره سور لري، د یوه معیاري سړک د ټولو برخو په ګډون به د روان کال په بهیر کې جوړ شي. د کابل ښاروالۍ مشرتابه په ګڼه ګوڼه لرونکو سیمو کې د سړک جوړونې قراردادي شرکتونو ته سپارښتنه کړې ده چې، د کیفیت، ډیزاین او تخنیکي سندونو په پام کې نیولو سره خپلې چارې په چټکۍ ترسره کړي څو ښاریانو ته آسانتیاوې رامنځته شي. د یادونې وړ ده چې، د بادام باغ سړک د جوړولو چارو د ځنډ لامل، د سړک په اوږدو کې د بریښنا پایو او نورو خنډونو شتون ؤ چې، اوس دغه ستونزه هواره شوې او د چارو د ترسره کولو لپاره ښه زمینه برابره ده، چې له دې وروسته به د دې سړک د جوړولو چارې په چټکۍ سره پر مخ یوړل شي
د بادام باغ سړک د جوړولو چارې د شپې له خوا هم روانې دي