د دوه ویشتمې ناحیې اړوند له بت خاک ( ملالۍ) څلورلارې څخه تر حلقوي سړک پورې د نوي سړک د پاتې برخو د جوړولو چارې روانې دي او هڅه کېږي چې هرڅه ژر بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ دغه سړک چې (۱۳۲۵) متره اوږدوالی او (۴۵) متره سور لري، د لښتیو، پلو لارو، ګلدانونو، د بایسکل چلولو لیکو او د یوه معیاري سړک د نورو جزئیاتو په ګډون د جوړېدو په حال کې دی
له بت خاک څلورلارې څخه تر حلقوي سړک پورې د سړک د پاتې برخو د جوړولو چارې روانې دي