الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د سلیم کاروان له ښارګوټي څخه د احمدشاه بابا مېنې تر ۵۰ متره سړک پورې د سړک جوړولو او پراختیا چارې پیل شوې

15022.jpg (1820 × 1024)

د دولسمې ناحیې اړوند د سلیم کاروان له ښارګوټي څخه د احمدشاه بابا مېنې تر ۵۰ متره سړک پورې د سړک جوړولو او پراختیا چارې د کابل ښاروالۍ له خوا د (۳۹) میلیونه (۸۹۶) زره او (۶۸۴) افغانیو په لګښت پیل شوې. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم رئیس انجنیر میر الرحمن ناصري په دې اړه وویل: دغه سړک چې، (۷۳۳) متره اوږدوالی او (۳۰) متره سور لري، د لښتیو، پلولارو، ګلدانونو او بایسکل چلولو لیکو جوړولو، په سړک دکرښو اچولو او د یو معیاري سړک د نور جزئیاتو په ګډون به د شپږو میاشتو په اوږدو کې په اساسي توګه جوړ او ورسره جوخت به ترانسپورتي ستونزې هوارې او د ورڅېرمه سیمو اقتصادي ودې ته زمینه برابره شي. په همدې حال کې، د دولسمې ناحیې مسئولینو او اوسیدونکو د سړک جوړولو د دې پروژې له پیل څخه خوښي څرګنده کړه او ژمنه یې وکړه چې، په پلي کولو کې به یې لازمه مرسته وکړي.