ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې د آسانتیاوو رامنځته کولو او د کار د چټکیتا په موخه له جوی شیر څخه تر پُل آرتل پورې د سړک د جوړولو او پراختیا چارې د شپې مهال هم پیل شوې. اوس مهال د یاد سړک په اوږدو کې د خنډونو پاکولو، د غره د لمنې د کېندنو او خاورې لېږدولو چارې روانې دي. دا پروژه په دوه برخه کې طرحه شوې ده چې، لومړۍ برخه یې د دویمې ناحیې اړوند له جوی شیر څخه تر پُل ارتل پورې۸۲۰ متره اوږدوالی او ۴۵ متره سور او دویمه برخه یې د درېیمې ناحیې اړوند له پُل آرتل څخه تر دهمزنګ پورې ۱۰۴۰ متره اوږدوالی او ۶۰ متره سور لري. ټاکل شوې ده دا سړک د روان کال په بهیر کې په اساسي او معیاري توګه جوړ شي چې، په ورسره جوخت به د ښار په مرکزي برخه کې ګڼه کوڼه کمه او د سیمو اقتصادي ودې ته به زمینه برابره شي. له همدې کبله دا سړک له ځانګړي اهمیت څخه برخمن دی.
له جوی شیر څخه تر پُل آرتل پورې د سړک د جوړولو او پراختیا چارې د شپې مهال هم تنظیم شوي دي