د کابل ښاروالۍ له خوا د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته د دیارلسمې ناحیې د ۱۱م ګذر اړوند د اونچي باغبانان سیمې د کوڅو کانکرېټ چارې روانې دي. دا پروژه ۱۱۱۳ متره اوږدوالی او له ۳ څخه تر ۴.۵ مترو پورې سور لري چې، د لښتیو په ګډون یې چارې ۷۰ سلنه مخته تللې دي او ټاکل شوې ده تر راتلونکې یوې میاشتې پورې په اساسي توګه بشپړې شي. همدا راز د یادې پروژې یو شمېر برخې چې، د تخنیکي ستونزو له امله بې کیفیته جوړې شوې وې ویجاړې شوې او بېرته به په ښه کیفیت جوړې شي. د ښار په کچه د نورو پروژو په څېر د فرعي سړکونو او کوڅو له کار څخه هم دوامداره څارنې کېږي او هېڅ چاته اجازه نه ورکول کېږي چې، په ټولګټو پروژو کې غفلت او بې پروايي وکړي. مخکې د کوڅو د خاموالي له امله د سیمې اوسېدونکي له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان وو چې، د دې پروژې د چارو په بشپړېدو سره به یې دغه ستونزې هوارې شي. په دې پروژه کې یو شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده. کابل ښاروالۍ ژمنتیا لري چې، له آسانتیاوو څخه په محرومو سیمو کې ورته نورې پروژې هم طرحه او پلې کړي