الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

له علاءالدین درې لارې څخه تر تخنیکم پورې د نښلوونکي سړک د جوړولو چارې روانې دي

15033.jpg (1820 × 1024)

د اوومې ناحیې اړوند د علاءالدین له درې لارې څخه تر تخنیکم پورې د ۱۷۶۷ مترو په اوږدوالي او د ۳۰ مترو په سور سره د نوي نښلوونکي سړک چارې چې، کیندنې، خاورې لېږدول، هوارول او د لښتیو جوړول په بر کې نیسي روانې دي. دا سړک د دارالامان سړک له چهلستون سړک سره نښلوي چې، د یوه معیاري سړک د ټولو جزئیاتو په ګډون به یې چارې د روان کال په بهیر کې په اساسي توګه بشپړې شي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست انجنیران د دې پروژې د کار له کیفیت څخه په دوامداره توګه فني او تخنیکي څارنې ترسره کوي. د دې سړک جوړېدل د ترانسپورتي ستونزو د هوارېدو او د اوومې ناحیې د اقتصادي ودې په برخه کې ځانګړی ارزښت لري