د دیارلسمې ناحیې اړوند له امید سبز ښارګوټي څخه تر عرفاني سړک پورې او پر دوام یې تر قلعه قاضي یا د حلقوي سړک تر سیمې پورې د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو چارې چې، کېندنې، خاورې لېږدول، هوارول او د سړک دواړو خواو ته د لښتیو جوړول په بر کې نیسي روانې دي. له امید سبز ښارګوټي څخه تر عرفاني سړک پورې سړک ۳۸۳۴ متره اوږدوالی او ۴۵ متره سور او پر دوام یې تر قلعه قاضي پورې سړک ۱۱۴۶ متره اوږدوالی او ۲۰ متره سور لري چې، د یوه معیاري سړک د ټولو جزئیاتو په ګډون به یې چارې د روان کال په بهیر کې په اساسي توګه بشپړې شي. د کابل ښاروالۍ مسئولان د یاد سړک د کیفیت د تضمین په موخه په دوامداره توګه فني او تخنیکي څارنې ترسره کوي. د دې دوو سړکونو جوړېدل د سیمو د اقتصادي ودې او د ترافیکي بهیر د ویش په برخه کې ځانګړی ارزښت لري